په سیمه کی له چین سره سوداګریزه ملګرتیا: یو کمربند یوه لار
د چین سترې بنسټیزې پانګونی کیدلای شي آسیا او نورو هیوادونو لپاره د سوداګرۍ او پرمختیا نوی دور پیل کړي. د یو کمربند یوه لار پروژې پلي کیدلو ته د یو شمیر هیوادونو لکه پاکستان دوه سترګی څلور شوې. ځکه چی د دی پروژې په پلي کېدلو سره به دچین-پآکستان اقتصادي دهلیز په پوره ډاډ سره پرانیستل شي. مګر ډیری هیوادونه د چین داسی سترو نوښتونو ته د شک په سترګه ګوري او اندیښنه لري چې چین د پور اخیستونکو هیوادونه لپاره د پور جال ایښی دی. په یو کمربند یوه لار پروژه کې د بهرنۍ مداخلې او مخالفتونو او په پاکستان کی د ناامنیو زیاتیدلو له امله چین د یادې پروژې د پلي کولو پلان تر دې دمه ځنډولی دی.
Table of Contents
سریزه
د یو کمربند یوه لار نوښت چی د تاریخ په اوږدو کی د وریښمو لار په نوم هم یاده شوی، د چین هیواد یوه له ډیرو مهمو او بنسټیزو پروژه څخه بلل کیږي. دا پروژه په کال ۲۰۱۳ میلادی کی د یاد هیواد د ریس ښاغلي (شي) له خواه اعلان شوه چی خورا مهم او ګټور پیغام یی په خپله چین او د نړۍ هیوادونو ته درلود. لکه د بنسټیزو کارونو وده، مالی او د پانګونی سهولتونه،د هیوادونو تر منځ د راکړی او ورکړی آسانتیاوی او تر ټولو مهمه دا چی یاده پروژه د هیوادونو د وصل لپاره یوه مهمه او استراتیژیکه لاره ده چی وبه کولای چی شرقی آسیا له اروپا سره ونښلوي او د افریقا له لاری څخه به تر لاتینی امریکا پوری ورسیږي چی په دی سره به په منطقه او نړۍ کی د اقتصادی او تجارتی ودی لامل شي. د یو کمربند یوه لار پروژی بله مهمه برخه د پاکستان په ګټه د ۳۰۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د (چین – پاکستان) اقتصادي دهلیز د ۶۵ میلیارد دالرو په ارزښت پرانیزل دي چی په دسره به چین وکولای د پاکستان ګوادر بندر له لاری عربي سمندر ته لار پیدا کړي. او پاکستان به وکولای شی د یاد دهیلز په مرسته خپل اقتصاد او تجارت له چین سره پیاوړۍ او دایمي کړي.
د ورېښمو اصلي لاره د چین د هان امپراتورۍ لویدیځ ته د پراختیا پرمهال رامینځته شوې ، کوم چې د افغانستان ، قزاقستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان په څیر د منځنۍ آسیا هیوادونو په اوږدو کې سوداګریزې شبکې جوړې کړې. په دی لار به انسانانو له چین څخه تر ډیری آسیایی هیوادونو پوری د څارویو په مرستی سره سوداګري کوله چی هفتی او میاشتی به یی نیولی تر څو اصلي موخی ته ورسیږي. خو کله چی موټر او طیاری منځ ته راغلی په تجارتي برخه کی یو انقلاب رامنځ ته شو چی په دی سره د وریښمو لاری خپل ارزښت ته د پآی ټکۍ کیښود، نه بیا په دی لاره کاروان تیر شو او نه چا د سوداګرۍ په نیت وکاروله، یوازی د کاغذونو پر مخ یی نوم پاتی شو. د یو کمربند یوی لاری په نوښت سره چین غواړي چی د خپلی کرنسۍ د ارزښت لوړولو لپاره ډول ډول پروژی په مختلفو برخو کی په ګاونډیو هیوادونو کی پلي کړي تر څو وتوانیږي خپل اقتصادي رابطی وغځوي او د هیوادونو ترمنځ یو ډول تړون رامنځ ته کړي چی په راتلونکي کی د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل شي.
یادی پروژه ډیر ملاتړ کوونکي لري چی پلی کیدلو ته یی سترګی په لار دي او په ورته وخت کی ډیر مخالف هیوادونه هم شتون لري چی د ناکامیدلو لپاره یی هر ډول هڅونو ته آماده دي. ویل کیږي چی د یو کمربند یوی لاری نوښت به وکولای شی ډیر فرصتونه رامنځ ته کړي لکه د پالیسۍ همغږي، د زیربناوو نښلول، بی خنډه تجارت، مالي ادغام او د خلکو نښلول یی تر ټولو لویی لاسته راوړنو شمیرل کیږي. دا چی د یو کمربند یوه لار پروژه څومره د منطقی او نړۍ هیوادونو ته ګټوره تمامیږي، کوم هیوادونه یادی پروژی سره مخالفتونه لري او کوم هیوادونه یی پلی کیدلو ته سترګی په لار دي، د بحث په اوږدو کی به یی په تفصیلاتو سره ولولو.
د ورېښمو د لاری تاریخچه
د وریښمولار په اصل کی تر شا یو ډیر اوږد تاریخ لري چی آن کال ۲۲۰( سي اي) ته رسیږي. ویل کیږي، د یادی لاری تاریخي شتون به د یوی قیصی په ترڅ کی درته واضیح کړم چی د “وریښمو لار” کتاب لیکوال په خپل کتاب کی را نقل کړی دی. ویل کیږي چی د ایران هیواد یو تاجر چی په چین کی اوسیدلو، یو وخت یی د چین په محکمه کی په یو چینایی سړي عرض وکړ چی ګواکي زما د وژل شوی ورور ۲۷۵ د وریښمو ټوټی ورسره په پور پرتی دي. هغه ادعا وکړه چی ورور یی خپل چینایی ملګري ته د وریښمو ټوټو ورکولو څخه وروسته د سوداګریز سفر په اوږدو کی له دوو اوښانو څلورو څارویو او څوو خرو سره نادرک ورک شوی دی، خو په اټکلیز ډول وژل شوی به وي. محکمی له څیړنو وروسته فیصله وکړه چی ۲۷۵ ټوټی وریښم د عارض ایراني سړي ته چی د مړه شوی تاجر وارث بلل کیږي دوباره ورکړل شي. مګر مالومه نه شوه چی آیا دا وریښم په ریښتیا هم یاد ایراني شخص تو دوباره ورکړل شول او کنه؟
دا واقعه مونږ ته په حقیقت کی د وریښمو د لاری او د سوداګرۍ اوږد تاریخ بیانوي. دا څرګنده نه ده چی په دی لاره به په لومړیو کی څومره مال او اقلام تیر او بیر کیدل، څومره کسانو به په کی سوداګري کوله اما په حقیقت کی یوه لاره وه چی د سوداګریزو معاملو لپاره کاریدله. په تدریجی ډول نورو هیوادونو لکه سمرقند، روم او همداسی نور چی د چین اصلی سوداګریز شریکان بلل کیدل، له دی لاری څخه به یی ګټه اخیستله او خپل تجارت به یی کاوه. دا قضیه هغه وخت پوره حقیقت ته ورسیدله کله چی ۱۳۰۰ کاله وروسته چینایی لرغونپوهانو د تورفان منطقی ته نزدی یو قبر وموند، وروسته له پرانیستلو یی د سندونو ټوټی چی په اصل کی د مړه شوو کسانو لپاره کفنونه تری جوړ شوي ول، سره راغونډی کړی چی په اسنادو کی د بیلابیلو ګوندونو د شاهدۍ لیکونه وموندل. ( رسم دا وه چی کله به په چین کی مړۍ وشو نو هغه به په بیکاره او زړو کاغذي جامو کی پټ او خاورو لاندی کول. داسی کاغذ چی کلونه وروسته به هم لوستل کیدلو ځکه چی په هغه وخت کی کاغذ لوړ ارزښت درلود او له منځه نه وړل کیده). وروسته له نورو څیړنو لرغونپوهانو داسی نور عجیب اسنادونو ترلاسه کړی چی انسان به ورته حیران شی، لکه طبی اسناد، قراردادونه، قانونی شخړی، رسیدونه او حتی د یوی غلامی انجلۍ جالب تړونلیک چی د ۱۲۰ سپینو زرو سکو په مقابل کی پلورل شوی وه. دا لیکنی په مختلفو ژبو لکه کلاسیک چینایی، سنسکریت او نورو مړو ژبو لیکل شوی وی.
د پورتنیو شواهدو پر بنسټ ویل کیږي چی یادی لرغونی کاغذي ټوټی، لرغونپوهانو په خپل مخصوص مهارت راټولی کړي دي، چی په دی سره یی د وریښمو د لاری په اړوند، لکه د وریښمو د لاری سوداګریز ارزښت، د سوداګرۍ شریکان، د سوداګرۍ او کاروانونو اټکلي کچه، تاریخچه او نوری ځانګړنی لکه مذهبی عقیدی او د وخت ټکنالوژي په اړه تر یو بریده پوری کره مالومات ترلاسه کړي دي. کله چی سیاسی ناکراریو او جګړو خلک د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړل نو ډیري یی د وریښمو د لاری په اوږدو کی میشت شول، چی په دی سره یو مذهبی، فرهنګی، ژبني، کلتوری او دودیز ګډون را منځ ته شو، چی په پایله کی ډیری خلک نورو مذهبونو ته واوښتل آن دا چی د ډیرو په کی خپلی مورنۍ ژبی بدلی شولی.
د وریښمو د لاری اصطلاح وروستۍ اختراع ده. هغه خلک چی ددی لاری په بیلابیلو برخو کی ژوند کوي دا نوم ورته نه کاروي. بلکه دوی د (سمرقند ښار ته سرک) ورته وایی، یعنی د سمرقند ښار ته لار په نوم یی بولي. چی وروسته بیا د بارون فرډینند وون ریچتوفین په نوم یو شخص ورته د وریښمو لار اصطلاح وکاروله. نوموړی یو مشهور جغرافیه پوه وه چی له کال ۱۸۶۸-۱۸۷۲ په چین کی د ډبرو د سکرو په زیرمو او بندورنو سروی کړي او وروسته یی په پنځو جلدونو کی اتلس لیکلی چی د لومړي ځل لپاره یی د وریښمو لار اصطلاح په کی کارولی ده.
د ورېښمو اصلي لاره د چین د هان امپراتورۍ (۲۲۰سي اٍي) لویدیځ ته د پراختیا پرمهال رامینځته شوې ، کوم چې د افغانستان ، قزاقستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان په څیر د منځنۍ آسیا هیوادونو په اوږدو کې سوداګریزې شبکې جوړې کړې. د وریښمو د لاری په اوږدو کی چی کومی سیمی وی، ډیري یی کرهنیزی سیمی وی او په سوداګرۍ کی ښکیلی نه وی، او ډیری وخت به یی د سوداګریزو معاملو په ترسره کولو کی د سکو پر ځای له اجناسو او اقلامو څخه ګټه اخیستله. تاریخی اسناد راښکاره کوي چی ډیري سوداګر چی له چین سره یی سوداګری کوله د ازبکستان له سمرقند سره یی تړاو درلود. په دې توګه منځنۍ اسیا د نړیوال کیدو د لومړۍ څپې مرکز و، د ختیځ او لویدیځ بازارونو یی سره نښلول، د پراخو شتمنیو هڅول، او د کلتوري او مذهبي دودونه یی سره یوځای کول. قیمتي چینایي ورېښم، مصالحې او نور توکي لویدیځ ته لاړل په داسې حال کې چې چین سره زر او نور قیمتي فلزات، د عاج او شیشې محصولات ترلاسه کړل. د وریښمو د لارې کارول د لومړۍ زریزې په جریان کې د لومړي روم او بیا د بازنطین امپراتورۍ او په چین کې د تانګ امپراتورۍ (618-907) میلادی تر مشرۍ لاندې لوړه شوه.
خو صلیبي جنګونو او همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د مغولستانو پرمختګونو سوداګري کمزورې کړې او نن ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونه له اقتصادي پلوه له یو بل څخه جلا شوي دي، د سیمې په کچه د سوداګرۍ په برخه کې د ټولې پولې د سوداګرۍ لږه برخه جوړوي. دوی په روسیه باندې هم خورا ډیر تکیه کوي، په ځانګړې توګه د پیسو د لیږد لپاره، چې د اوکراین او تاجکستان د جګړې څخه مخکې د قرغزستان او تاجکستان د ناخالص کورني تولید (GDP) نږدې دریمه برخه جوړوي. د افغانستان دننه ددی لاری اصلی مسیر کابل مزار او کندهار بلیل کیدل چی ډیري وخت به یی کاراوانونو په همدی مسیر تګ او راتګ کاوه. د کاروانونو د خوندیتوب لپاره د هر هیواد مسولیت وه چی په منظم ډول ددی پالنه وکړي، ځای او خواړه ورکړي تر څو کاروان په ډاډه زړه له هیواده څخه بهر شي. په دی تګ راتګ کی افغانانو خپله پوره ګټه اخیستله،خپل ډیري مالونه او اجناس یی بهرنیو هیوادونو ته ولیږل او همدا رنګه یی بهرني خصوصا هندي درمل او چینایی ابریشم او نور وسپنیز سامان آلات تر لاسه کول. خلاصه په هغه عصر کی چی نه هوایی لاری وی او نه باروړونکي وسایل لکه موټر او داسی نور، یوازینی حیاتي او با ارزښته تجارتي لاره د وریښمو لاره وه چی هیوادونه یی له یو بل سره تړلي ول او د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند ورسره آباد وه. کاروانونو به په میاشتو مزل کاوه تر څو خپل مال اصلي هدف ته ورسوي او د بیرته راتګ سره خپل د ضرورت وړ شیان له ځانه سره راوړي. خو کله چی موټر او ألوتکی منځ ته راغلی په تجارتي برخه کی یو انقلاب رامنځ ته شو چی په دی سره د وریښمو لاری خپل ارزښت ته د پآی ټکۍ کیښود، نه بیا په دی لاره کاروان تیر شو او نه چا د سوداګرۍ په نیت وکاروله، یوازی د کاغذونو پر مخ یی نوم پاتی شو او بس.
د وریښمو لار یوازی د سوداګرۍ لاره نه وه
کله چی د وریښمو لار نوم مو تر غوږو راځي نو زمونږ او تاسو ذهن یوازی سوداګرۍ اړخ ته اوړي، په داسی حال کی چی نه یوازی سوداګري بلکه دا لاره داسی یو ستراتیژیک مسیر وه چی ویی کولای شول په ټولنه کی د ډیرو بدلونونو لامل شي. ددی لاری په اوږدو کی ډیر مذهبي او فکري بدلونونه په مختلفو ډولونو وشول چی اصلی لامل یی د ډول ډول طبقاتو خلکو راغونډیدل بلل کیږي. یو شمیر زیاتو خلکو خپل دین او مذهب د یو نوي دین په منلو سره پریښود. په هغه عصر که د بودایزم مذهب تر ډیره بریده مطرح کیده چی په چټکۍ سره یی په آسیا کی پرمختګ وکړ، خصوصا وروسته له هغه چی امپراطور اشوکا د بودایزم مفکوری په خپرولو کی اتل شو. یوه بله فرقه چې د Therapeutai په نوم پیژندل کیږي د څو پیړیو راهیسې د مصر په اسکندریه ښار کې یی وده کړې د بودیزم سره بې له شکه ورته والی لري، ویل کیږي چی په اصل کی یی له بودایزم څخه مفکوره اخیستی ده چی د خپریدلو اصلی لامل یی په همدی لاری د تګ راتګ بلل کیږي.
همدارنګه د اسلام ظهور په داسې نړۍ کې وشو چې سل کاله ګډوډي، اختلاف او ناورین یې لیدلی و. په کال 541 کې، یوه پیړۍ مخکې له دې چې پیغمبر (ص) د الهي وحیو لړۍ پیل کړي، دا یو بل خبر و چې د مدیترانې له لارې خپور شو. دا د بریښنا په څیر حرکت وه، په اوومه پیړۍ کې په عربستان کې د اسلام له ظهور وروسته، مسلمانانو د سوداګرۍ لپاره د ورېښمو لارې په ګته اخیستنی سره وکولای شول ځانونه ختیځو سیمو ته ورسوي. مسلمانان د سوداګرۍ په برخه کی ډیر هوښیار پیژندل شوي دي، ځکه چی دوی به اسلامي اصول په پام کی نیول او بل دا چی د سمندري سوداګرۍ غوره مهارتونه یی درلودل. نو له همدې امله، دوی وکولی شول د سمندري ورېښمو لارې په اوږدو کې د ختیځ – لویدیز تجارت انحصار کړي او د ختیځی آسیا سیمې مختلف بندرونه سره وصل کړي. په حقیقت کې، د دوی سوداګریزې کښتۍ باید په بیلابیلو بندرونو کې درول کیدلی ترڅو وکولای شي په کافی توګه اوبه او خواړه ترلاسه کړي، کښتیانی یی ترمیم شي او د ښه سفر درلودلو لپاره به د باد سمت کی بدلون راتللو ته هم انتظار وکړي. ددغو سوداګریزو تعاملاتو په پایله کی مسلمانانو وکولای شول خپل تجارت او د اسلام د دین دعوت تر اندونیزیا او فلپین پوری ورسوي. مسلمانان خصوصاعربي نړۍ به د خپل سوداګرۍ د پراختیا لپاره د وریښمو له لاری په ګټه اخیستنی سره خپل ځانونه د چین هیواد بندرونو ته رسول. یعنی ویلی شو چی د وریښمو لار نه یواځی اقتصادی بدلون بلکه د ټولنی په هره برخه کی د بدلون لامل شوی ده.
د یو کمربند یوه لار پروژی لپاره د چین پلان
کله چی ریس شي جین پینګ به ۲۰۱۳ کال کی د رسمي سفرونو په ترڅ کی اندونیزیا او قزاقستان ته لاړ، نو هلته یی د یو کمربند یوه لار نوښت اعلان وکړ. به یاد پلان کی د پروژی دوه اړخه شامل وه: یو د وریښمو اقتصادي لاره او بل د وریښمو سمندري لار. چی په پای کی دواړه سره یو ځای تر یوه نوم لاندی د یوه پلان برخه وګرځول شوه.
د ورېښمو د لارې اقتصادي کمربند په آسیا کی یوه لویه او تاریخي لاره ده چې چین له جنوب ختیځې اسیا، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا، روسیې او اروپا سره د ځمکې له لارې نښلوي، او د ۲۱مې پیړۍ د ورېښمو سمندري لار، یوه سمندري لاره ده چې د چین ساحلي سیمې له چین سره نښلوي او سویل ختیځ، سویلي آسیا، سویل ارام سمندر، منځني ختیځ او ختیځ افریقا، ټولې اروپا سره وصلوي. د شي جين پينګ په نظر د لويديځ لور ته د پخواني شوروي جمهوريتونو د غرونو له لارې او په جنوب کې د پاکستان، هند او د جنوب ختيځې اسيا نورو برخو ته د اورګاډي پټلۍ، د انرژۍ د پايپ لاينونو، لويو لارو او منظمو سرحدي لارو جوړول شامل دي.
د شي په وینا دا ډول شبکه به د چینایي اسعارو نړیوال استعمال پراخه کړي او د آسیا اتصال کې به خنډ مات کړي. د دې تخنیکي وړاندیزونو منلو لپاره د فزیکي زیربناوو سربیره، چین په سلګونو ځانګړي اقتصادي زونونه یا صنعتي سیمې تمویل کړي چې د کار پیدا کولو لپاره ډیزاین شوي او هیوادونه یې هڅولي دي، لکه د 5G شبکه چې د مخابراتو لوی Huawei لخوا پرمخ وړل کیږي. وروسته شي جين پينګ په اندونيزيا کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې (آسيان) د ۲۰۱۳ کال په سرمشريزه کې د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې په اړه پلانونه اعلان کړل. د سمندري سوداګرۍ د پراخوالي لپاره، چین به د هند سمندر په اوږدو کې د بندرونو په پراختیا کې پانګونه وکړي یعنی د سویل ختیځی آسیا څخه د ختیځی افریقا او اروپا برخو ته. د چین دغه نوښت د نړۍ یو شمیر هیوادونو ته حیرانونکی ښکاري، تر دی دمه شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو په دی تړون کی لاسلیک کړی او هیله مند دي چی ډیر ژر د یادی پروژی کارونه پیل شي.
د یوروپین بانک د راپور په بنسټ د یو کمربند یوه لار نوښت به وکولای شي لاندی فرصتونه به په منطقه او نړۍ کی رامنځ ته کړي
د پالیسي همغږي: یعنی ددی پلان ټول غړي به له یو بل سره د مشترکو پالیسیو په جوړونه پوره مرسته کوي، په ګډه به کار کوي تر څو د شته خنډونو په مقابل کی د پوره چمتوالي ښکارندویی وکړي.
د زیربناوو نښلول: په دی پلان کی د بنسټیزو پروژو پراختیا شامله ده، لکه د سړکونو پراختیا، ریل پټلۍ، بندرونو، مخابراتي شبکی او هوایی ډګرونو وده له اساسی کارونو څخه بلل کیږي، تر څو په سیمه کی د توکو، خلکو او معلومات حرکت آسانه کړي. او سیمه ایز ادغام په مرسته وکولای شي اقتصادي وده، سوداګرۍ او پآنګونی ته وده ورکړي.
بی خنډه تجارت: بی خنډه تجارت په دی مانا چی په سوداګرۍ که ښکیلی غاړه باید د شته خنډونو په لری کولو کی پوره مرسته وکړی ترڅو وکولای وړیا او نامحدود تجارت ته لاره هواره شي لکه د لوړو مالیو او تعرفو له منځه تلل یا له حد څخه زیات را کمول. بې خنډه تجارت کولی شي اقتصادي وده هڅوي، د تولید کچه لوړه کړي، او بازار ته د لاسرسي پراخولو او تخصص ته وده ورکولو سره د کار فرصتونه رامینځته کړي.
مالي ادغام: په مالي ادغام کی د مالي بازارونو، ادارو او بانکی سیستمونو یووالی په جریان کی آسانتیاوی راوستل شامل دی چی د پولی په اوږدو کی پراته دي. یعنی د ددی تر منځ باید ارتباطات زیاد شی، قانون او مقرارت ورته په نسبي ډول همغږي شي او د بانکداری، سرمایه ګزاری او د پیسو د راکړی او ورکړی په برخه کی له یو بل سره متقابلی همکاری ته وده ورکړل شي. د مالی ادغام په مرسته هیوادونه کولای شي موثریت زیاد کړي، سوداګریز لګښتونه او خطرونه راکم کړي چی په دی سره به وکولای شي مالي ټینګښت او د اقتصاد د پراختیا لامل شي.
د خلکو له یو بل سره نښلول: لکه څرنګه مو چی مخکی ورباندی خبری وکړی د یوه کمربند او یوی لاری پروژه به وکولای شي چی د خلکو تر منځ ټولنیز، سوداګریز، فرهنګی، کلتوری او انسانی رابطی له پسی ټینګی کړي. ممکن اصلی موخه یی د خلکو تر مینځ تبادلې، کلتوري تفاهم، تعلیمي همکارۍ، او ټولنیز ادغام ته وده ورکول وي. چی په دی سره به د خلکو تر منځ باور په یو بل باور رامنځ ته شي چی په پایله کی د اقتصادی او ټولشموله پراختیا کی برخه اخلي.
د چین موخی
چین له ۱۹۸۰ میلادی څخه را په دیخوا تر ۲۰۰۰ میلادي کال پوری له اقتصادی اړخه ډیر پرمختګ وکړ، اما د ۲۰۰۸ میلادی مالي ناوړین له امله یی سختی اقتصادی ضربی وخوړلی. خو داچی چینایان ډیرهوښیار خلک دی نو په بدیل کی یی وغوښتل نوی لاری چاری ولټوي تر څو وکولای شی خپل ځان بیرته په پښو ودروي. دوی یوه ستراتیژی جوړه کړه چی په کی د داسی پانګوونې پروګرام پلي کول شامل وه چې وکولای شي د سود ټیټ نرخ له لاری زیاتی پیسی ترلاسه کړي. په دی سره دوی غوښتل چی د بهرنۍ تقاضا د کمښت مخنیوی وکړي او خپل داخلی اقتصاد او پانګونی ته وده ورکړي. ویل کیږي چی د یو کمربند یوه لار نوښت هم د چین له بهرنۍ پالیسۍ سره سمون خوري، او د بهرنۍ تقاضا د لوړلو لپاره یی دغی اوږدی پروژی ته لاس واچاوه.
چین ددی پروژی په مرسته غوښتل چی خپل زیات شمیر محصولات لکه وسپنه، فولاد او سمنټ او داسی نور مواد له هیواد څخه بهر هیوادونو ته ولیږدوي. همدارنګه غوښتل یی چی له خپلو بهرنیو د پیسو له زیرمو څخه په اساسی ډول ګټه پورته کړي، هغه د پیسو زیرمی چی د چین له خواه مختلفو هیوادونو ته په پور ورکړل شوي دي. چی تراوسه یی ډیر جزیی کارونه (لکه له چین څخه د بار وړونکیي اورګاډی پټلي) سرته رسیدلي دي. خو د وخت په تیریدو سره د یادی پروژی موخی په نړیواله کچه لوړی شوی، آن دا چی یادی پروژی ته له ۱۵۰ څخه زیات هیوادونو له چین سره همغږي وښودله.
د یو کمربند یوه لار پروژی په برکت چین وکولای شول چی خپل توکي د نړۍ فقیرو هیوادونو ته ولیږدي او په مقابل کی له هغوی څخه طبیعی زیرمی استخراج کړي. د معلوماتو په اساس چین ته افریقا، اسیا او لاتیني امریکا د توکو د لیږلو اصلی مرکز جوړ شوی دی، چی په ۲۰۲۲ کال کی چین یوازی ۲۱ سلنه خپل توکی ورلیږلي دي. چین کوښش کاوه چی د پور په ورکړی سره به ددی پروژی تړون کوونکی وکولای شی مثبت بدلون ته مخ کړي نو په همدی تفکر یی هر یوه ته بیشمیره پور ورکاوه چی ټولټال د پور کچه یی له ۳۰۰ میلیارده دالرو څخه ډیر ښودل شوی ده. خو د شانګهای فوډان او د آسترالیا د ګریفیټ پوهنتونونو د راپور په اساس چین اوس د پور په راټولولو کی د پور اخیستونکو هیوادونو د بی کفایتۍ له امله پاتی راغلی او د چین سخاوت بیرته چین هیواد ته یو سرخوږی جوړ شوی دی.
چین له ډیری مودی راهیسی د امریکا له محاصری څخه ویره لري او هڅه کوي چی ځان دی محاصری ته برابر نکړي. چین ددی پروژی تر شاه هم اقتصادی او هم سیاسي موخی لري چی وبه کولای شي په تدریجي ډول ځینی آسیایی او افریقایی هیوادونه د سوداګریز شراکت په اوږو ترخپلی ولکی لاندی راولي. ښکاره دلیل یی د پاکستان په ګوادر بندر کی خپل پوځي موجودیت ته وده ورکول دي. تر ټولو مهمه خبره دا چی د یو هیواد سیاست هغه وخت په نړۍ کی قوي څرګندیږي چی یو قوي اقتصاد ولري. چین خو په خپله قوي اقتصادي هیواد دی، خو دی هڅه کوي تر څو په سیمه او نړۍ کی خپل اقتصادي شریکان زیات کړي، دا شریکان په اتومات ډول په سیاسي پلویانو بدلیدلی شي. چی په دی سره به یی هم اقتصادي طاقت او هم سیاسي قوت په پوره معنا نړۍ ته څرګند شي. خو دلته ځینی هیوادونه ددی پروژی مخالفت کوي او وایي چی چین هڅه کوي ترڅو په سوداګرۍ کی سیاست ورګډ کړي.
ممکن چی د چین اصلي موخه هم همدا وي، چون په ډیر اخلاص هیوادونو ته د پور ورکولو تصمیم نیسیي او هڅه کوي په سوداګري برخه کی خپل ځان ورسره شریک کړي.نو په همدی اساس غواړی چی د یو کمربند یوه لار پروژی څخه د نړۍ په زورورو قطبونه باندی د فشار د وسیلی په توګه کار واخلي. چینایی مشران پلان لري چی اقتصادی سیستم ته وده ورکړي چی په دی سره به منځني عاید لرونکي هیوادونه چی اصلا ځپل شوي دي، ډیر پرمختګ وکړي. معاشونه به لوړ شي او د ژوند کیفیت به هم پورته شی. خو لکه څنګه چی لیدل کیږی چین د یو تعداد پروژو په پلی کولو کی پاتی راغلی او د پروژو لوړ مصارف ددی لامل شوی چی ځینی هیوادونه یی په مخالفت راپورته شي. نیپال هم د یادی پروژی په تطبیق کی له چین سره په ۲۰۱۷ کی تړون لاسلیک کړی دی خو تراوسه یی هیڅ پیل نه دی معلوم. ایټالیا خو دا څه کم یو کال مخکی له تړون څخه لاس په سر شوه. په ورته وخت کی امریکا هم د خپل تیر شک پر بنسټ بیا بیا ادعا کړی چی چین په آسیا کی د نظامی پرمختګ په هڅه کی دی.
سره موافق او مخالف هیوادونه BRI
ځینو هیوادونو هڅه کړې چې د یو کمربند یوه لار پروژی احتمالي ګټو په وړاندې د چین د هیلو په اړه خپلې اندیښنې ښکاره کړي چی له د جملی څخه روسیه، پاکستان، افغانستان، هنګري او صربیا هیوادونه یی پلي کیدلو ته زیاد لیواله دي. خو په مقابل کی یو شمیر نور هیوادونه لکه هنوستان، چاپان، فرانسه، امریکا او یو شمیر نور هغه هیوادونه دي چی په براخه کچه یی خپل غبرګون ښودلی دی.
افغانستان
د یو کمربند یوه لار نوښت لپاره افغانستان ډیر خوشبینه وه او دی. تیر جمهوریت د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ هم په دی هکله له چین سره د یادی پروژی په اړوند خپل رضایت ښودلی او په ځینو برخو کی یی سره هوکړی هم کړی وی. اوسنۍ حاکم نظام هم ډیر لیواله دی تر څو ځان په دی پروژه کی شامل کړي، خو دا چی یاد نظام تر اوسه په رسمي او قانوني بڼه نه دی پیژندل شوی نو چین یی په یاده پروژه کی د شمولیت په اړه کومه خاصه پریکړه نه ده کړی. افغانستان په دی یقیني دي چی یاده پروژه به په سوداګریزه برخه هیواد ته د نړیوال پرمختګ زمینه برابره کړي. زما په آند ددی پروژی او دیته ورته نورو پروژو تطبیق په افغانستان کی هغه وخت ګټور او له لاسته راوړنو ډک تمامیدلی شي چی افغانستان کی یو سر تاسري امنیت ټینګ شي. د پروژو په اړوند ټول ولس ته پوره پوهاوی ورکړل شي تر څو ولس وکولای شي په پوره ډاډ سره له ملي شتمنیو ملاتړ وکړي او د پروژو په بریالیتوب کی هر یو شخصي ونډه واخلي. د مخدره توکو پر ځای داسی ګټور زراعت ته مخه شي چی هم مو بزرګر تری ګټه واخلي او هم مو وطنوال ورڅخه مستفید شي او په ورته وخت کی مو حکومت وکولای شي د داسی پروژو په مرسته خپل داخلي زراعتی تولیدات ګاونډیو او د نړۍ نورو هیوادونو ته واستوي.
ددی مسلو د حل لپاره حکومت ته لازمه ده تر څو له ګاونډیانو سره په خاصه توګه له ( پاکستان او ایران ) سره نرمه او ګټوره پالیسي غوره کړي تر څو وتوانیږي د هغوی حمایت را خپل کړي او په دی برخه ورڅخه پوره ګټه پورته کړي. که چیری حکومت وتوانیږي چی پورتني ټکي په پام کی ونیسي او عملي یی کړي زه باوري یم چی د یو کمربند یوه لار پروژه نوي سلنه د افغانستان په ګټه تمامیږي او کولای شي چی له همدی لاری خپل ځان ته یو نړیوال حیثیت غوره کړي. ځکه چی افغانستان یو زراعتي هیواد دی او په مقابل کی مونږ د پاکستان د یو منفور عمل شاهدان یو چی په څوو ورستیو کلنو کی یی په کرراتو د تورخم او بولدک د لاری په تړلو سره زمونږ د هیواد د بزګرانو یو کلنه خواري د یوی هفتی په ترڅ کی په دواړو مرزونو کی له منځه یوړه. تیر جمهوریت ددی دروازو په بدیل کی هوایی دهلیز او د چابهار بندر پروژی پرانیستلی چی تر ډيره بریده یی د بزګرانو او سوداګرو مشکلات حل کړل او شخصآ ما د هوایی دهلیز د کارګو لګښتونه په خپله په مالیی وزارت کی پروسس کول، او خپلی ډیری هڅی می کولی چی د هوایی شرکتونو ته د پیسو لیږد چټک شي تر څو وکولای شو دغه پروسه بریالیتوب ته ورسوو. نو په ډاګه ویلی شو چی که د یو کمربند یوه لار پروژه په افغانستان کی پلي شي مطمین اوسی چی افغانستان به ډیر زر له اقتصادی اړخه ځان بساینی ته ورسیږي.
پاکستان
په یو کمربند یوه لار پروژه کی پاکستان تر ټولو مهم رول لري. ځکه چی یاد هیواد شمال طرف کی له چین سره په سینګیانګ سیمه کی شاو خوا د ۱۵۰۰۰ فوټو په اوږدو سره شریکه پوله لري، که څه هم چی دا پوله لوړه غرنۍ سیمه ښکاري اما په اغلب ګمان سره د چین د پلان مطابق د (چین-پاکستان) اقتصادي دهلیز به له همدی لاری تیریږي. یاد دهلیز د یو کمربند یوی لاری له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي چی چین او پاکستان یی د متقابلو ګټو په نظر کی نیولو سره پیلیدو ته سترګی په لار دي. د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د چین له کاشغر ښار څخه پیل او د پاکستان د ګوادر په بندر کې پای ته رسېږي. د دې دهلیز موخی د سړکونو جوړول، د کراچی او پیښور تر منځ د تیز رفتار ریل پټلۍ (۱۶۰ کیلو متره په ساعت کی) جوړول، هوایی ترانسپورت، صنعتي پارکونه او د سولريز زراعتي فارمونو د جوړولو له لارې د سیمه ایزو اړیکو ښه کول دي. چین له پاکستان سره د ۲۳۰ میلیونه ډالرو په مرستی سره غواړي په ګوادر سیمه کی تر ټولو لوی هوایی میدان جوړ کړي او ددی هوایی ډګر جوړولو لپاره د بلوچستان صوبی ۴۰۰۰ جریبه ځمکه بیله کړی ده او شاو خوا دوه یا دری کلونو کی به یی چاری بشپړی شي.د یاد هوایی ډګر چاری د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په میاشت کی پیل شوی، داچی ډیری چاری یی پای ته رسیدلي او په ۲۰۲۴م کال کی یی ځينی پروازونو ته اجازه ورکړی، خو تراوسه یی په رسمي ډول فعالیت نه دی شروع کړی. د پاکستان هوایی چارو اداری د یو مکتوب په خپرولو سره ویلي چی احتمال لري چی یاد هوایی ډګر په ۲۰۲۵م کال کی خپل فعالیت په رسمي ډول پیل کړي. یاد هوایی ډګر په پرمختللو سیسټمونو سمبال دی او د هر ډول الوتکو د خوندي الوتلو وړتیا لري.
دا ټول کارونه به د چین د پلان مطابق او د چینایی کاریګرو په مټ تر سره کیږي چی په ټوله کی د چین تجارت پوری تړاو لري. همدارنګه د یادی پروژی یوه برخه د محفوظو کوچني ښارونو جوړل دي چی کورونه به یی په عصري تکنالوژۍ، امنیتي کمرو او قوي څراغونو سمبال وي او د مشخصو پولیسو چی (د هرډول برید د کشف توان ولري) له خواه به یی ساتنه کیږي، په دی ښارونو کی به اکثرا هغه چینایی کارکونکي او خلک ژوند کوي چی یادی پروژی کی د کارکولو دندی لري تر څو په پاکستان کی له هرډول احتمالي برید څخه په امن کی وي. له دی سره به د پاکستان د ډیري ښارونو شکل بدل شي او له امنیتي اړخ څخه به هم قوي شي. ددی تر څنګ د خلکو تر منځ د اړیکو ښه کول، ساینسي، کلتوري او سوداګریزې تبادلې د یاد دهلیز له موخو څخه شمیرل کیږي. د یادی پروژی کارونه په اسلام آباد کی پیل شوي، د قراقرم د لاری لویولو کار پیل شوی او مخ پر ختمیدلو دی، او اوس چینایی کارګران په ګوادر بندر کی لاری د پراخولو چاری پر مخ وړي چی ممکن هغه هم مخ په خلاصیدو وي. اما د اندیښنی وړ ساحه پیښور دی چی د پاکستان له نظره نا امنه ښکاري. دغه دهلیز په شمال کې د ورېښمو د کمربند اقتصادي سړک او په جنوب کې د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې سره هم په ستراتیژیک ډول وصل دی. باید وویل شي چې د ۲۱مې پیړۍ د سمندري ورېښمو لاره د یو کمربند یوه لار پلان د ځمکني سمندر له برخو څخه ده. ویل کیږي چی تر دی دمه چین یو ټریلیون دالر مصرف کړی، خوداسی اټکل کیږي چی د چین لګښت به په یو کمربند یوه لار پروژه باندی تر ۸ ټریلیون ډالرو پوری ورسیږي. د يو کمربند او يوې لارې د پروژې موخه د سيمه ييزو اړيکو او همکاريو پياوړتيا ده.
روسیه
روسیه په آسیا کی د یو کمربند یوه لار له لومړنیو او مهمو ملاتړ کونکو څخه شمیرل کیږي چی د چین له اعلان سره سم یی خپل رضایت وښوده. همدارنګه د روسیی ولسمشر د ۲۰۲۳ میلادي کال په اکتوبر کی له رسنیو سره وویل چی روسیه د چین دغی لویی پروژی ته په نړیوال ډګر که همکارۍ ته لیوالتیا په سترګه ګوري. یعنی چین غواړي په نړیواله کچه دهمکارۍ کولو لاس اوږد کړي. همدارنګه پوتین په یوی بله رسنۍ کی ویلي چی چین یوازی د همکاری یو فرصت رامنځ ته کړی، هیڅ څوک په خپل مقابل لوري یو کار نه شي تحمیل کولای. او زیاته یی کړه چی د RIA د راپور په اساس د پروژی کارونه په ښه توګه مخ پر وړاندی روان دي.
پوتین د چین له خوا د یو کمربند یوه لار پروژی په اړه دری دایر شوو لویو غونډو کی برخه اخیستی چی وروستۍ غونډه یی د ۲۰۲۳م په اکتوبر میاشت که دایره شوه. په دی غونډه کی پوتین د هراړخیزو همکاریو ملاتړ اعلان کړ او تر ټولو مهمه او د پام وړ خبره یی داوه چی د روسیی او چین تر منځ د دوه اړخیزی سوداګرۍ کچه در۲۰۰ میلیارد ډالرو پوری رسیدلی ده، چی لویه برخه یی د هایدرو کاربن او نورو خامو موادو صادرول دي. روسیه غواړي چی له یو کمربند یوه لار پروژی سره خپله د یوریشا اقتصادي اتحادیه یو ځای کړي. دا خبری ددی ښکارندویي کوي چی روسیه په پوره باور له چین سره په دی پروژه کی ملاتړی ده او هڅی کوي تر څو یاده پروژه بریالۍ کړي.
اروپا
د اروپا او چین تر منځ اړیکی له دا دوه لسیزو را په دیخوا په یو ډول ضد و نقیض حالت که داوم لري. له یوه اړخه چی ورته ګورو دوی ډیره ښه تجارتي راکړه او ورکړه لري او ښه شریکان بلل کیږي. اما له بل خوا د ګټو پر سر یا آیدیالوژیکي او سیاسی اختلافونو ته چی ګورو اړیکی یی تر پوښتنی لاندی راځي. چی کولای شي د یو کمربند یوه لار پروژی باندی منفی اغیزی وکړي. په لومړیو که اروپایی اتحادیی تفکر دا وه چی د یو کمربند یوه لار پروژه لا تراوسه لرلید دی چی په حقیقیت که د هیچ چا مسولیتونه په کی مشخص نه دي. همدا راز دوی وایی چی دا هم نه ده مالومه چی د چین هیواد کومه با صلاحیته مرجع د داسی تصمیم نیولو مسولیت لري.
بل دلیل یی دادی چی د یادی پروژی کومه تدارکاتی پروسه چی روانه ده د اروپایی اتحادیی د قوانینو خلاف ده. نو په همدی اساس اروپایی اتحادیه په هغه څیز کی چی هیڅ شی یی معلوم نه وي د ګډون یا رضایت ښودلو شین څراغ نه شي ښکاره کولای. خو د هنګري، یونان، صربیا او یو شمیر نورو هیوادونو هوکړی په چین باندی د انتقاد کولو مخه بلاک کړی ده.ایټالیا د ۲۰۲۳م کال په پای کی له خپل دریز څخه تیر او ځان یی د یو کمربند یوه لار پروژی له ملاتړ کوونکو څخه جلا کړ. د۲۰۲۳م کال په لویه غونډه کی چی د یو کمربند یوه لار په مناسبت چین که دایره شوی وه د اروپایی هیوادونو له جملی څخه یوازی دریورهیوادونو برخه اخیستی وه، دا په داسی حال کی ده چی د ۲۰۱۹م کال په غونډه کی یوولس هیوادونو ګډون کړی وه.
ددی سربیره یو شمیر نورو هیوادونو د یو کمربند یوه لار پروژی په ملاتړ کوونکو کلک انتقاد کړی لکه د فرانسی مشر چی ټولو هغو هیوادونو ته چی له دی پروژی څخه ملاتړ کوي د هوښیاری غوښتنه کړی وه. نو په همدی اساس اروپایی اتحادیی په زیربناوو کی د پانګونی په پار په کال ۲۰۲۱ ډسمبر کی د ګلوبل ګيټ وی په نوم پروژه اعلان کړه چی شاوخوا ۳۰۰ میلیارده دالر ارزښت یی دلوده، دا پروژه په ښکاره ډول له یو کمربند یوه لار پروژی سره سیالي کول دي. یو تعداد نور هیوادونه باور لري چی چین غواړي بالکان هیوادونو کی د پیسو مصرفولو په مرسته خپل نفوذ زیات کړي تر څو وکولای شي چی په اروپایی اتحادیه کی غړی شي او په دی توګه به د اروپایی اتحادیی مشترک مارکیټ ته په آسانۍ سره لاسرسۍ پیدا کړي. په اروپا کی یو شمیر زیاتو هیوادونو له چین سره د یو کمربند یوه لار په پروژه کی د رضایت ښودلو لاسلیک کړی چی له دی سره به د هنګري هیواد د بوداپیست – بلګراد د ریل پټلۍ او په یونان کی د پیریوس بندر چاری بشپړی شي. د چین د حکومت مشر ښاغلی شي د ۲۰۲۴م د می په نهمه نیټه وروسته له صربیا او فرانسی څخه د هنګري له ولسمشر سره لیدنه وکړه او ټینګه وعده یی وکړه چی له هنګري سره به په اقتصاد او پانګونه کی له ۱۶-۱۸ پوری نوي د همکاری تړونونه لاسلیک کړي چی له هغی جملی څخه یو تړون د یو کمربند یوه لار په لویه پروژه کی د زیربناوو لوی او مهم تړون بلل کیږي. د صربیا په څیر هنګري د چین هیواد د یو کمربند یوه لار پروژی ستر ملاتړ کوونکی دی. ددی دواړو هیوادونو اړیکی له سوداګریز چوکاټ څخه جلا، سیاسي او ټولنیزی برخو ته هم رسیږي، نو ځکه د چین ولسمشر هنګري ته د عامه خلکو د امنیت ټینګښت او دقانون پلي کولو په برخه کی هم ټینګه وعده ورکړه.
هندوستان
هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره همکاري کوي او د څه باندې ۲۵۰۰ میله سړکونو، د اوبو بندونو، بریښنایي بندونو او همدارنګه د دغه هېواد د پارلمان د نوې ودانۍ په جوړولو سره د افغانستان تر ټولو ستر سیمه ییز ملاتړی شو. د هندوستان په مرستو او همکاریو کې د هوايي اړیکو بیارغونه، د برېښنا بندونو جوړول، د روغتیا او پوهنې په برخو کې پانګونه او همدارنګه د افغان حکومت د کارکوونکو، دیپلوماتانو او د دغه هېواد د پولیسو روزنه شامله ده. د یاد هیواد د نرم ځواک پر بنسټ دغې تګلارې هندوستان د افغانانو په منځ کې مشهور کړی او په ښه سترګه لیدل شوي چې هند د افغانستان یو باوري ملګری ګڼل کېږي. خو د یو کمربند یو سرک په پروژه کی هندوستان هڅه کړې چې هېوادونه قانع کړي چی یاده پروژه په آسیا کې د تسلط لپاره یو پلان دی، هند وایی چی چین هڅه کوي چی د هند سمندر ګاونډیو ته د ډیر پور ورکړی سره دا هیوادونه تر خپلی ولکی لاندی کړي او په دی سره به سیمه ایز فشار تر خپل کنټرول لاندی راولي.
په ځانګړي ډول لکه د پاکستان او بنګلدیش هیوادونه، چی له تاریخی اړخه له هندوستان سره ښی اړیکی نلري اما کلونه کیږي چی یاد هیوادونه چین هندوستان ته په غیږ کی نیولي دي. د یو کمربند یوی لار پروژه به د کشمیر له لاری پاکستان سره نښلول کیږي چی د هندوستان اصلي اندیښنه هم په همدی ټکي کی ده، ځکه هندوستان ادعا کوي چی کشمیر د هندوستان برخه ده او که چیری اجازه ورکړي چی یاده پروژه بریالۍ شي نو په لوی لاس به یی کشمیر په پاکستان بایللی وي. همدا رنګه هندوستان هڅی وکړی چی له افغانستان سره قوي اړیکی جوړی کړي ترڅو توانیدلی وي د چین د پرمختګ مخه نورو آسیایی او اروپایی هیوادونو ته په افغانستان کی ونیسي. نو هند په میلیارډونو ډالر د افغانستان په بنسټیزو پروژه کی مصرف کړی. اما د ۲۰۲۱ د آګست له ۱۵م د افغانستان له سقوط څخه وروسته د هند پښه تر ډیره بریده لنډه شوه چی په سیاسی مسایلو کی نهایی هوکړی ته رسیدنه لاتراوسه ځنډیدلی ده. که څه هم هند د چین د آسیا د زیربناوو د پانګونې بانک (AIIB) بنسټ ایښودونکی غړی و، خو هندي او چینايي چارواکي له هغه وخت راهیسې د سوداګرۍ پالیسۍ په اړه اختلاف لري. په دې اساس، متحده ایالات هند ته د چین تر ولکې لاندې آسیا کې د مقابل وزن په سترګه ګوري او هڅه یې کړې چې په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې اړیکې د 2022 هند- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ له لارې سره یوځای کړي.
جاپان
د چاپان هیواد د یو کمربند یوه لار پروژی ته سخت لیواله دی اما دا چی چین سره یی اړیکی ښی نه دي نو په دیخاطر فکرکوي چی یاده پروژه به یی له اقتصادي اړخه کمزوری کړي او ممکن په ټوله کی د چاپآن موجودیت به سیمه کی د یو زورواکي په توګه تر اغیزی لاندی راولي. دوی هم د هندوستان په شان استراتیژی لري، او د چین د ارادی په اړوند شکمن ښکاري. نو په همدی اساس یی هڅه وکړه چی په ۲۰۱۷ میلادی کی له هندوستان سره یو ځای د یوی بله پروژی چی د آسیا-افریقا د ودی دهلیزپه نوم بلل کیږی افتتاح وکړه. په یاده پروژه کی له میانمار څخه شروع او د شمالي افریقا په طرف د بندرونو د نښلولو پلان شامل وه. د پروژی له شروع څخه تر اوسه نږدی اوه کلونه کیږي خو تر اوسه یی ډیر کم کار سرته رسیدلی دی.
لنډیذ
د یو کمربند یوه لار نوښت چی د تاریخ په اوږدو کی د وریښمو لار په نوم هم یاده شوی، د چین هیواد یوه له ډیرو مهمو او بنسټیزو پروژه څخه بلل کیږي. دا پروژه په کال ۲۰۱۳ میلادی کی د یاد هیواد د ریس ښاغلي (شي) له خواه اعلان شوه چی خورا مهم او ګټور پیغام یی په خپله چین او د نړۍ هیوادونو ته درلود. د ورېښمو د لارې اقتصادي کمربند په آسیا کی یوه لویه او تاریخي لاره ده چې چین له جنوب ختیځې اسیا، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا، روسیې او اروپا سره د ځمکې له لارې نښلوي، او د ۲۱مې پیړۍ د ورېښمو سمندري لار، یوه لاره ده چې د چین ساحلي سیمې له چین سره نښلوي او سویل ختیځ، سویلي آسیا، سویل ارام سمندر، منځني ختیځ او ختیځ افریقا، ټولې اروپا سره وصلوي. چین ددی پروژی په مرسته غوښتل چی خپل زیات شمیر محصولات لکه وسپنه، فولاد او سمنټ او داسی نور مواد له هیواد څخه بهرنیو هیوادونو ته ولیږدوي. همدارنګه غوښتل یې چې د خپلو پیسو د بهرنیو زیرمو څخه په اساسي ډول ګټه پورته کړي، هغه د پیسو زیرمی چی د چین له خواه مختلفو هیوادونو ته په پور ورکړل شوي دي. ددی پروژی او دیته ورته نورو پروژو تطبیق په افغانستان کی هغه وخت ګټور او له لاسته راوړنو ډک تمامیدلی شي چی افغانستان کی یو سر تاسري امنیت ټینګ شي. ټول ولس ته یی په اړه پوره پوهاوی ورکړل شي تر څو وکولای شي په پوره ډاډ سره له ملي شتمنیو ملاتړ وکړي او په بریالیتوب کی یی هر یو شخص ونډه واخلي. د مخدره توکو پر ځای داسی ګټور زراعت ته مخه شي چی هم مو بزرګر تری ګټه واخلي او هم مو وطنوال ورڅخه مستفید شي او په ورته وخت کی مو حکومت وکولای شي د داسی پروژو په مرسته خپل داخلي زراعتي تولیدات ګاونډیو او د نړۍ نورو هیوادونو ته واستوي.
Mohammadullah Ibrahimi; (PhD in Management-University of Mysore- India)
ماخذونه
- Hansen, V. (2012). The Silk Road. Oxford University Press, USA.
- Pathak, S. (2023). BRI and hegemony with Chinese characteristics. Hindustan Times.
- https://bdebooks.com/en/books/the-silk-roads-by-peter-frankopan#read_online
- https://testbook.com/ias-preparation/one-belt-one-road
- https://docs.aiddata.org/ad4/pdfs/Banking_on_the_Belt_and_Road_Executive_Summary.pdf
- https://www.cfr.org/backgrounder/chinas-massive-belt-and-road-initiative
- https://www.etilaatroz.com/61011/%DA%86%DB%8C%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D9%BE%DB%8C-%DA%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D8%9F/
- https://asia-archive.si.edu/learn/for-educators/teaching-china-with-the-smithsonian/explore-by-dynasty/period-of-division/
- https://economictimes.indiatimes.com/news/international/world-news/chinas-xi-jinping-in-hungary-to-discuss-ukraine-infrastructure/articleshow/109966530.cms
- https://theconversation.com/putin-and-xi-beijing-belt-and-road-meeting-highlighted-russias-role-as-chinas-junior-partner-216187
- https://www.igi-global.com/dictionary/the-new-model-of-cooperation-in-eurasia/74972
- https://www.gisreportsonline.com/r/what-is-the-future-of-chinas-belt-and-road-initiative/
- https://www.jstor.org/stable/26403208?seq=1
- https://asia.nikkei.com/Opinion/Pakistan-China-and-terrorism
- https://economictimes.indiatimes.com/news/international/world-news/chinas-xi-jinping-in-hungary-to-discuss-ukraine-infrastructure/articleshow/109966530.cms
- https://theconversation.com/putin-and-xi-beijing-belt-and-road-meeting-highlighted-russias-role-as-chinas-junior-partner-216187
- https://www.igi-global.com/dictionary/the-new-model-of-cooperation-in-eurasia/74972
- https://www.gisreportsonline.com/r/what-is-the-future-of-chinas-belt-and-road-initiative/
- https://www.jstor.org/stable/26403208?seq=1
- https://www.e-ir.info/2017/07/10/pakistans-role-in-chinas-one-belt-one-road-initiative/
- https://www.nation.com.pk/01-Jan-2024/gwadar-international-airport-is-likely-to-be-operational-by-next-year-caa