نیسان شرکت خپل کارکونکي ولی کموي؟
جاپاني موټر جوړونکي نیسان د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د مالي ربع لپاره د تاوان راپور ورکړ، او په دی سره یی شرکت اعلان وکړ چې خپل ۶٪ کاري ځواک چی شاوخوا ۹۰۰۰ کارکوونکي کیږي کموي
د نیسان ماډلونه په تیری ربع کې په متحده ایالاتو کې ښه وپلورل شول. د نیسان اجراییه رییس ماکوتو اوچیدا خبریالانو ته وویل چې هغه وضعیت “ډیر جدي” نیسي او حتی خپل معاش تر نیمایي پوری کمويدا چی په داسی حالاتو کی اجراییوي رییسان باید د معاشونو کمولو او د دندو کمولو څخه مخنیوی وکړي، مناسبه حل لاره به وي کنه؟ دا پیچلې موضوع ده، خو ماهرین وايي چی د اوچیدا پلان دی چې هغه به د معاش 50٪ کموي او شرکت به په نړیواله کچه د تولید ظرفیت 20٪ کموي
دا په داسی حال کی ده چی په ۲۰۲۲ م کال کی یوچیدا د بي بي سي سره په وینا کی ویلي ول چی شرکت یی ۶۷۳ میلیون جاپاني ین (شاوخوا 4.5 ملیون ډالر) وګټل
هغه زیاته کړه، «نیسان به خپل کاروبار له سره تنظیم کړي چې لازیات او انعطاف منونکی شي.» یوچیدا لومړنی اجراییه رییس نه دی چې د سوداګرۍ په وخت کې د کارکونکو او خپل معاش کموي. په ۲۰۲۳ م کال کی د زوم سی ای او ایریک یوان د ګوښه کولو اعلان په جریان کې خپل معاش 98٪ کم کړی وه. د هغه کال په وروستیو کې، د کانټینر پلورنځي سی ای او ستیش ملهوترا په خپله خوښه ۱۰٪ معاشونه کم کړل ترڅو کارمندان د وړتیا بونس ترلاسه کړي. په ۲۰۱۳ کال کې، د نینټینډو سی ای او په مشهوره توګه خپل معاش نیمایي ته راکم کړ ترڅو د منفک کیدو مخه ونیسي
Source: entrepreneur