!ما مه وژنه! زه ولږی راوستی یم
!د ایران هیواد په کلګان سیمه کی د افغانانو ډلیزه وژنه
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۶۰ افغان کډوال د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي دي. ویل کېږي چې دا پېښه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د کلګان-سراوان په سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده، چیرته چې شاوخوا ۳۰۰ مهاجرینو هڅه کوله چې له سرحد څخه واوړي او شاوخوا ۴۰ -۵۰ ځوانان له دی نه هیریدونکی پیښی څخه ژوندي راوتلي دي. په دی زړه بوږنوونکې پېښه کې، ویل کېږي چې په سلګونو افغان کډوال د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا په بې رحمۍ وژل شوي دي.
د اکتوبر په ۱۵مه نېټه، دغه مظلوم افغانان چې له جګړې، فقر او ناامنۍ څخه د خوندي ژوند په لټه کې وو، د کلګان-سراوان سرحدي سیمې ته ورسېدل، خو دلته یې د ژوند وروستي شېبې تېرې شوې. راپورونه وایي چې دوی په ډزو وویشتل شول، او د هغوی ژوند په وینو او غم ولړل شو. دا دردونکې پېښه په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپورته کړي دي، او د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې د افغانانو زړونه مات کړي دي . د افغانستان اسلامي امارت د دې پېښې د رښتینوالي معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي، خو ایران دا ادعاوې بې بنسټه بولي. ایرانی چارواکي وايي چې دا هڅه ده چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ تفرقه رامنځته کړي، خو هغه چې خپل وروڼه یې له لاسه ورکړي، هیڅکله به د دې ظلم زغم ونه کړي.
د راپورونو له مخې، دغه افغانان د ناقانونه سرحدي اوښتنې په تور په نښه شوي دي. د بشري حقونو یوې ایران مېشتې ادارې ادعا کړې چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغه افغانانو هڅه کوله چې له پاکستان څخه د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته واوړي.
د ایران چارواکو ویلي چې هغوی په قانوني ډول د ناقانونه کډوالو سره چلند کوي، خو د دې پېښې د تایید لپاره یې هېڅ شواهد نه دي موندلي او دا ادعاوې یې رد کړې دي، په دې ټینګار سره چې دا هڅه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شي.
افغانان په دی نظر دي چی د ایران دغه ډول بی رحمانه کړنه د اس-ر-ا-ی-ل-و له جنایت سره هیڅ توپیر نلري چرته چی د دواړو له خواه په کرراتو بی ګناه مسلمانان له منځه وړل کیږي. داسی کړنی په ټوله کی د ګاونؤیتوب، اسلامي ورورولي، عرف او عنعناتو خلاف کړنی دي او په کلکو ټکو تر لوړی کچی پوری غندل شوي ده. داچی په کابل کی حاکم نظام به د هیت له ټاکلو وروسته کومی نتیجی ته رسیږي او څه اقدامات به کوي لاتراوسه مالومه نه ده.
اصلي خبره داده چی ولی مونږ هر وار په دا رقم بی رحمۍ سره د دښمن له خوا وژل کیږو؟ ولی مونږ مجبور یو چی له خپل هیواد څخه بهر لاړ شو؟ او د حکومتونو مسولیت د دا ډول پیښو په وړاندی څه دی، او باید څه وکړي تر څو د داسی پیښو مخنیوی وکړل شي؟
هو د داسی پیښو یواځینۍ حل لاره په کور دننه تعلیمي او تحصیلي زمینه برابرول دي.
اقتصادي وده او د کاروبار زیږنده به ددی باعث شي چی ځوانان له مهاجرت څخه منع شي.
تر ټولو ښه لاره یی د مختلفو پروژو پلي کول دي چی ځوانانو ته د کار زمینه برابرولی شي او په پای کی له داسی مرګونو پیښو څخه خوندي پاتی کیدای شي.