ذهني محاسبه
ذهني محاسبه_Menatal_Accounting 🤯
ذهني حسابداري هغه نظریه ده چې په مالي چارو کې د خلکو د چلند په اړه څېړنه کوي. د دې نظریې له مخې، خلک خپلې ټولې پیسې په یوه عمومي بودیجه کې نه ساتي، بلکې په مختلفو ذهني کټګوریو (برخو) کې یې تقسیموي. دا کټګورۍ د هغوی لپاره ځانګړې مانا او هدفونه لري. مثلا ، یو کس ممکن خپلې پیسې په داسې برخو وویشي لکه د ورځی مصرف، د چکر پیسی، سپما چی پس انداز ورته ويل کیږي، او بېړني حالاتو لپاره لکه ناڅاپي مریضي یا زلزله یا هم د موټر ټکر.
د دې پر ځای چې خلک ټولې پیسې یو ځای حساب کړي، هغوی مختلف حسابونه یا بودیجې په ذهن کې جوړوي پرته له کوم لیکلي بڼی څخه.
د ذهني حسابداری پوهه د دې لپاره مهمه ده چې ځینې وخت خلک د دې په اساس غیر منطقي تصمیمونه نیسي ځکه چی دا نظریه د خلکو په دې چلند باندې اغېزه کوي چې څنګه پیسې ذخیره کړي، مصرف کړي، او په کومو برخو کې یې پانګونه وکړي. نو که چیری په دی آیډیا ډیره اتکا وشي نو خلک به په لوی لاس ځان له مالي ستونزو سره مخ کري.
نو ددی د حل لپاره خلک باید په مالي برخه کی خپله مطالعه او څیړنه زیاته کړي، خپل عوايد او مصارف په منظم ډول کنټرول کړي، د مصارفو یو منظم پلان ولري او مالومه کړي چی کومی پیسی په کومه برخه کی په مصرف ورسیږي. په دی سره به دوی له ذهني محاسبې څخه راووځي او په سیټماټیک ډول به خپلی پیسی او مصارف تر خپل کنټرول لاندې راولي.