د لګښت پلان: څنګه کولای شو خپل میاشتینی لګښت کم کړو؟
لنډیز
د مالي اهدافو ټاکل او د لګښت پلان جوړول د پیسو د ښه مدیریت لپاره لومړنۍ ګام دی. دا پروسه څو مرحلې لري ترڅو د منابعو سم تخصیص او کنټرول یقیني کړي. لومړی ګام د مالي اهدافو تعریف او لیکل دي کوم چې ځانګړي، د اندازه کولو وړ، د لاسته راوړلو وړ، ریښتیني او پر وخت (SMART) دي. دوهم ګام دا چې خپل ټول میاشتني ثابت او متغیر لګښتونه په منظم ډول ثبت کړئ. دریم ګام د ټول میاشتني عاید محاسبه کول او د لګښتونو سره پرتله کول دي. که لګښت مو له عوایدو څخه ډیر وي، په څلورمه مرحله کې متغیر لګښتونه کم کړئ تر هغه پوری چې له عوایدو سره سمون وکړي. په څلورم ګام کی تاسو باید خپل ټول ثابت او متغیر لګښتونه په ګوته کړی. پنځم ګام دا دی چې هره میاشت خپل وروستی ګام دا دی چې پلان مو په دوامداره توګه تعقیب کړئ او د خپل مالي وضعیت سره سم مو لګښتونه تنظیم کړئ. په وخت سره د بیلونو تادیه او د لګښتونو دوامداره تعقیب د مالي ثبات او اوږدمهاله او لنډ مهاله مالي اهدافو ترلاسه کولو لپاره اړین دي. دا جوړه شوی کړنلاره د مالي سرچینو روڼتیا او کنټرول ښکاره کوي، کوم چې د ښه مالي دریځ او اهدافو لاسته راوړلو کی مرسته کوي.عاید او لګښتونو ته بیاکتنه وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو له خپلی بودیجه سره پاتې یاست او له کومی ستونزی سره مخ نه یاست.